سیمه ییز خبرونه

په ټاكنو كې د ښځو پراخ ګډون د ټولنې په ګټه دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په مزار شريف كې د مدنې ټولنو يو شمېر بنسټونه د راتلوتلونكو ټاكنو د تر سره كېدو د څرنګوالي په باب اندېښنه لري.

د حكيم سنايي په نوم يوې موسسې  په مزار شريف كې يوه غونډه جوړه كړه، چې موخه يې په راتلونكو ټاكنو كې د خلكو پراخ ګډون او د دغو ټاكنو شفافيت ښودل شوى دى.

په مزار شريف كې د مدنې ټولنو يو شمېر بنسټونه د راتلوتلونكو ټاكنو د تر سره كېدو د څرنګوالي په باب اندېښنه لري.

د حكيم سنايي موسسې مشر رازمحمد دلیل وايي:

امنيتي ګواښونه، په ټاكنو كې د ښځو لږ ګډون، د يو شمېر سياسي ګوندونو له خوا درغلیو ته د زمينې برابرول او  په ټاكنو كې د نارينه وو له خوا د ښځو د ګډون مخنيوى هغه ستونزى دې، چې دوى يې په باب اندېښنه لري.

دوى د راتلونكو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو په  ټاكنو كې د ښځو پر پراخ ګډون ټينګار كوي او زياتوي، چې په ټاكنو كې د ښځو پراخ ګډون د ټولنې په ګټه دى.

Trending

Exit mobile version