1393ټاكنې
په ټاكنو كې گډون بدلون رامنځته كوي- هلال
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د پروان ولایت د بگرام په ولسوالۍ کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند قطب الدین هلال د خپلو پلویانو په منځ کې د يكشنبې په ورځ(د وري ۳) وویل، چې:
لکه څنگه، چې مو د جهاد په وخت کې وسله پورته کړې او په زیاته کچه مو په جهاد کې ونډه اخستې وه اوس هم په هماغه کچه په ټاکنو کې برخه واخلو، چې په هېواد کې بدلون رامنځته شي.
ښاغلی هلال وایي، چې یو شمېر حکومتي چارواکي په ټاکنیزو ټاکنو کې د نوماندانو په پلوۍ کار کوي.
نوموړي له ولسمشر حامد کرزي څخه و غوښتل، چې د دا ډول کسانو مخه ونیسي.