1393ټاكنې
په ټاكنو کې درغلۍ كوونكي او متقلب كسان ندي رسوا شوې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ټاكنو خپلواك كميسيون هڅه كوي، چې د وري د شپاړسمې نېټې په ټاكنو كې درغلۍ كوونكي دولتي مامورين افشا كړي، چې د ګوښه كېدو زمينه يې برابره كړي.
د وري د شپاړسمې ټاكنې له درغليو سره مل وې، خو تر اوسه درغلۍ كوونكي او متقلب كسان نه دې رسوا شوې.
د ټاكنو خپلواك كميسيون مسئولين وايي، چې د درغلۍ كوونكو دولتي مامورينو د برخليك د روښانولو لپاره يې له حكومت سره جدې خبرې پېل كړې او په دې اړوند لاهم ناندرۍ روانې دي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون مسئولين له مخكښو كانديدانو غواړي، چې د ټاكنو د څارنې كارتونه د قانوني ادارې پړاوونو لپاره دغه كميسيون ته واستوي.
په همدې حال كې د ټاكنو څارونكي بنسټونه د ټاكنو پر خپلواك كميسيون غږ كوي، چې د دغه كميسيون پنځه زره هغه مامورين هم له دندو ګوښه او نومونه يې افشا كړي چې په تېرو ټاكنو كې يې درغلۍ كړې وې.