سیمه ییز خبرونه

په ټاكنيزو چارو كې د دولتي مامورين لاسوهنې به د ټاكنو پر مشروعيت ناوړه اغېز وكړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په ټاكنيزو كمپاينونو كې د كانديدانو له خوا له دولتي امكاناتو څخه د استفادې احتمالي هڅو ټاكنيز بنسټونه اندېښمن كړي دي. دوی وايي، كه دولتي مامورين د ۱۳۹۳كال په ټاكنيزو چارو كې لاسوهنې وكړي، دا به د ټاكنو پر مشروعيت ناوړه اغېز وكړي. د دوی په وېنا، د ټاكنو خپلواك كميسيون داسې كوم پروګرام نه لري، چې د دا ډول لاس وهنو مخه پرې ونيسي.

د ټاكنو په درشل كې اندېښنې مخ پر زياتېدو دي. د افغانستان د رڼو ټاكنو (تيفا) د بنسټ رئیس نعیم الله ایوب زاده وايي:

ناامني، په ټاكنو كې د خلكو نه ګډون، د ګوندونو رول او ناسالمې سياسي سيالۍ او په ټاكنيزو چارو كې د اړوندو بنسټونو تر منځ نه همغږي د راتلونكو ټاكنو پر وړاندې عمده ننګونې دي.

نعيم الله ايوب زاده همدارنګه وايي، راتلونكې ټاكنې به د تېرو ولسمشريزو ټاكنو په پرتله له زياتو ستونزو سره مخامخ وي.

د دي بنست رئیس همدارنګه زیاتوي، د رڼو او عادلانه ټاكنو لپاره د ټاكنو د خپلواك كميسيون اوسنۍ هڅې بسنه نه كوي.

په همدې حال كې، د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو د بنسټ یو مسئول فهیم نعیمي د ټاكنو پر امنيت او په دې پروسه كې د ښځو پر پراخ ګډون ټينګار كوي.

دا اندېښنې په داسې حال كې مطرح كېږي، چې په دې وروستيو كې ولسمشر حامد كرزي د راتلونكو ټاكنو په پروسه كې د دولتي كاركوونكو او چارواكو د چلند په باب يو فرمان صادر كړى او ويل شوي، چې په ټاكنيزو چارو كې د دولتي كاركوونكو او چارواكو د لاسوهنې په صورت كې به هغوی عدلي او قضايي مراجعو ته وپيژندل شي.

Trending

Exit mobile version