تازه خبرونه
په ټاکنیز نظام کې به له اصلاحاتو مخکې هیڅ راز ټاکنې ترسره نه شي
اجرائیه ریاست، چې په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو مسوولیت لري وایي، کیدی شي په راتلونکي کال کې د ولسي جرگې د ټاکنو بهیر له ځنډ سره تر سره شي.
لکه څنگه، چې د اجرائیه ریاست ویاند وايي، له ملي وحدت حکومت سره د دوی د یوځای کیدو اصلي دلیل په نظام او ټاکنیز جوړښت کې د اصلاحاتو رامنځته کول دي.
د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي په دې باور دی، چې د راتلونکیو ټاکنو په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو رامنځته کول به د درغلیو د پای ټکی وي.
د ملي وحدت حکومت د کار له پیله څه نا څه یوه میاشت تېریږي، خو په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو د عملي کولو کار اوس هم پیل شوی نه دی.
د اجرائیه ریاست ټینگار دا دی، چې له اصلاحاتو وړاندې به هیڅ راز ټاکنې تر سره نه شي.
که د ټاکنیزنظام د اصلاحاتو بهیرځنډنی شي؛ نو د دوی په وینا به د ولسي جرگې تاکنې په راتلونکي کال کې له ځنډ سره تر سره شي.
د قانون له مخې د اوسنې ولسي جرگې د کار وخت په راتلونکي کال کې پای ته رسیږي، چې باید دغه ټاکنې د نوي کال په لومړیو کې تر سره شي.