1393ټاكنې

په ټاکنیز نظام کې له اصلاحاتو پرته دې ټاکنې نه ترسره کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو څارونکو بنسټونو له ولسمشر څخه غوښتي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون تر اصلاح مخکې د پارلماني ټاکنو لپاره هر ډول هڅې ودروي.

دوی د ټاکنو د نیټې د اعلام غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې له هر څه مخکې باید په کمیسیون کې ژور اصلاحات راوستل شي.

د ټآکنو څارونکي بنسټونه وايي چې د ملي یوالي د حکومت رهبران په داسې سیاسي جنجالونو لګیا دي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو مسئله ور څخه له یاده وتلې ده.

دوی زیاتوي چې د ټاکنیز نظام له اصلاح مخکې د پارلماني ټاکنو تر سره کول به هیواد بحران ته د ننه کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه د بنسټ اجرايي ريیس یوسف رشید ټينګار کوي چې په کار ده د ټاکنو نیټه باید اعلان شي او د ټاکنیز نظام د اصلاح لپاره ژمنې باید له دې وروسته په عمل بدلې شي.

د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ ريیس نعیم ایوب زاده هم ټینګار کوي او وایي؛ په ټاکنیز نظام کې له سمونونو پرته د ټاکنو تر سره کول یوه تېروتنه ده.

هغه وایي که د اوس په څير حالت کې ټاکنې وشي، نو پایلې به یې د ټېرو ټاکنو په نسبت ناوړه وي.

دا په داسې حال کې ده چې کابو شپږ ورځې وروسته د ولسي جرګې کار قانوني موده پای ته رسیږي.

د ولسي جرګې غړي هم د ټاکنیزو اصلاحاتو مخکې د پارلماني ټاکنو سره مخالفت ښيي.

د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي:

ټوله بدبختې په افغان حکومت کې ده؛ ځکه دوی نه غوښتل چې ټاکنې ترسره شي، دا چې ولې، حکومت یې بیلابیل لاملونه بیانوي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته امر کړی چې په یوه اونی کې د پارلماني ټاکنو مهال ویش ورته وسپاري.

په همدې وخت کې مرستندویانو د ټاکنو لپاره مالي مرستې، په ټاکنیز نظام کې په اصلاحاتو پورې مشروطې کړي دي.

Trending

Exit mobile version