تازه خبرونه

په ټاکنیز نظام کې له سمون پرته به افغانان رأی ورکولو ته زړه ښه نه کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو ځینې څارونکي بنسټونه خبرداری ورکوي چې په ټاکنیز نظام کې له بدلون او د ټاکنو د کمیسیون د غړیو له لرې کولو پرته هیڅ بهرنی هېواد نه حاضریږي چې د پارلماني ټاکنو د مالي لګښت لپاره مرسته وکړي.

دوی ټینګار کوي چې که ولسمشر په دې برخه کې په خپلو ژمنو عمل ونه کړي، زیاتره افغانان به په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې رایې ورنکړي.

په همدې حال کې مدني فعالان خبرداری ورکوي چې په پارلماني ټاکنو کې هر ډول ځنډ به د راتلونکي پارلمان مشروعیت له منځه یوسي.

ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له رییس او غړو سره په وروستۍ کتنه کې د ټول هېواد په کچه د رایو ورکولو د مرکزونو په جوړولو کې په توازن او د ټاکنیزو ننګونو په حل ټینګار کړی دی.

ولسمشر زیاتوي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون استقلالیت ته درناوی لري؛ خو باید په ټاکنیز نظام کې پراخ سمونونه راشي.

د ټاکنو یو شمېر څارونکي بنسټونه هم ټینګار کوي چې په ټاکنیز نظام کې له سمونونو پرته به افغانان د رایو صندوقونو ته د ورتګ لپاره زړه ښه نه کړي او مرستندوی هېوادونه به هم د ټاکنو د لګښت د پوره کولو لپاره پیسې ورنکړي.

 

خو نعیم نظري د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې رییس په دې اند دی چې په ټاکنیز نظام کې د بدلون لپاره د ولسمشر او اجراییه رییس نظرونه ویشلي دي او په پارلماني ټاکنو کې هر ډول ځنډ به د راتلونکي پارلمان مشروعیت له منځه یوسي.

د قانون له مخې، د ولسي جرګې د غړو کاري دوره د پنځم کال د چنګاښ په لومړۍ نیټه پای تړه رسیږي او پارلماني ټاکنې باید درې میاشتې وروسته تر سره شي، د پارلماني ټاکنو او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لګښت یو سلو شل میلیون ډالر آټکل شوی، او د دغو ټاکنو د مالي لګښت د پوره کولو لپاره د مرستندویه هېوادونو د نه چمتوالي له کبله به ښایي د راتلونکي کال پارلماني ټاکنې په څو میاشتو ځنډ سره تر سره شي.

 

Trending

Exit mobile version