1393ټاكنې

په ټاکنیز نظام کې له سمون پرته ملاتړ ته چمتو نه یو – میلبن

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی وایي، څو پورې چې په ټاکنیز نظام کې اصلاحات رانه شي، اروپایي ټولنه چمتو نه ده چې د افغانستان له راتلونکو ټاکنو مالي ملاتړ وکړي.

فرانس مایکل میلیبن وایي، دوي د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون جوړېدو او د کار پیل ته په تمه دي، ځکه د اصلاحاتو له راوستو وروسته به نړیواله ټولنه د ټاکنو په چارو کې مرستې له سره پیل کړي.

د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازیفرانس مایکل میلبن:

په لومړي ګام کې باید د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون په کار پیل وکړي، هر کله چې د ټاکنیز نظام په جوړښت کې لازم اصلاحات راشي، پریکړه به وکړو چې په څه اندازه او کله خپلو مرستو ته دوام ورکړو.

د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د رییس د ټاکلو پر سر د ولسمشر او اجرایي رییس تر منځ د نظر اختلاف د دې سبب شوي چې دغه کمیسیون خپل کار پیل نه کړي، اروپایي ټولنه د ټاکنیزو اصلاحاتو په تمه ده.

” بی صبرانه د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د کار پیل ته په تمه یو، او دغه کمیسیون باید د ټاکنو په قوانینو او نظام کې جدي اصلاحات راولي.

د ملي یوالي د حکومت د جوړېدو په سیاسي هوکړه لیک کې یوه مهمه ماده دا وه چې د ټاکنیز نظام د اصلاح لپاره باید د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړی کمیسیون جوړ شي. مخکې له دې د ټاکنو د څار بنسټونو خبرداری ورکړی و چې که ټاکنیز اصلاحات را نه شي، خلک به په ټاکنو کې له ګډون کولو ډډه وکړي؛ خو داسئ ښکاري چې د ملي یووالي حکومت له رامنځ ته کېدو څه باندې اووه میاشتې تیریږي؛ د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره هیڅ عملي ګام نه دی پورته شوی.

فرشاد صالح

Trending

Exit mobile version