تازه خبرونه
په ټولنه کې مو امنیت، ملي یووالی او د خلکو خدمت لومړیتوبونه دي – خلیفه سراج الدین حقاني
خلیفه سراج الدین حقاني د امنیت ټینګښت د ټولو هېوادوالو ګډ مسوولیت بللی او ټینګار یې کړی، چې دغه مسوولیت یوازې د پولیسو پر منسوبینو پورې محدود نهدی.
د افغانستان کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني په خوست ولایت کې د خلکو یوې غونډې ته د وینا پر مهال د امنیت پر پیاوړتیا، د خلکو ترمنځ د یووالي پر ټینګښت او له هېوادوالو سره د امنیتي مسوولانو پر ښه چلند ټینګار کړی او له دیني عالمانو، خطیبانو او قومي مشرانو یې غوښتي، چې د پخوانیو دښمنیو د پای ته رسولو او د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره هڅې وکړي.
خلیفه سراج الدین حقاني د امنیت ټینګښت د ټولو هېوادوالو ګډ مسوولیت بللی او ټینګار یې کړی، چې دغه مسوولیت یوازې د پولیسو پر منسوبینو پورې محدود نهدی.
هغه له امنیتي مسوولانو غوښتي، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو پر پلي کولو له هېوادوالو سره نرمښت ښکاره او ورورګلوییز چلند وکړي او ښه اخلاق ولري.
د افغانستان کورنیو چارو وزیر د هېواد له اوسني وضعیت څخه د خوښۍ د څرګندولو تر څنګ ویلي، چې افغانستان له کلونو ستونزو او کړاوونو وروسته د ځانبسیاینې او ودانۍ پر لوري روان دی.
نوموړي دغه بهیر د الله تعالی لورېینه او نعمت بللی دی.
حقاني زیاته کړې، چې په هېواد کې امنیت پیاوړی شوی، اختلافات او دښمنۍ کمې شوي او د خلکو ترمنځ یووالی او همغږي پراخه شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په ټول هېواد کې امنیتي پېښې نږدې صفر ته رسېدلې دي.
هغه دغه راز پرته له نوم اخیستلو ویلي، چې ځینې مغرض کسان هڅه کوي د خلکو ترمنځ اندېښنې او تشویشونه رامنځته کړي.
د امنیت په ټینګښت کې پر ګډ مسوولیت، د امنیتي ځواکونو مسوولانه چلند، د پخوانیو دښمنیو پای ته رسولو او د ټولنیز یووالي پیاوړتیا ټینګار په خوست ولایت کې د کورنیو چارو د وزیر د خبرو مهم ټکي وه.