نړۍ

په ټوله نړۍ کې ۱۰۰ میلیون ډېر خلک جبري کډوال شوي – ملګري ملتونه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲, ۱۴۰۱)

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمیشنرۍ د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې په ټوله نړۍ کې له ۱۰۰ میلیون ډېر کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي، چې د اوکراین شخړه یو له هغو عواملو څخه ده، چې میلیونونه کسان یې تیښتې ته اړ کړل.

هغه زیاته کړې؛ د ایتوپیا او کانګو ډیموکراتیک جمهوریت په څیر سیمو کې اوږدې شخړې د کډوالۍ یو بل عامل دی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر فیلیپو ګرانډي په په ډاګه کړې: دا یو ریکارډ دی، چې باید هیڅکله نه وي جوړ شوی.دا باید د ویجاړوونکیو شخړو د حل او مخنیوي لپاره د بیدارۍ غږ وي، ځورونې پای ته ورسوي او د بې ګناه خلکو اصلي لاملونه په ګوته کړي، چې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کیږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې؛ په دې شمېر کې کډوال، پناه غوښتونکي او داخلي بې ځایه شوي کسان هم شامل دي.

تېره اوونۍ یوه بشري بنسټ اعلان وکړ، چې د تېر کال تر پایه په یو شمېر هېوادونو کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر ۶۰ میلیون ته رسېدلی دی.

ګراندي د بې ځایه کیدو لاملونو ته د رسیدو لپاره د اقدام غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې بشري مرستې به یوازې د هغو د پایلې درملنه وکړي.

د دغې لیوالتیا یوازنۍ حللار سوله او ثبات دی، چې بې ګناه خلک تېښتې او کډوالۍ ته اړ نکړي.

Trending

Exit mobile version