تازه خبرونه
په ټول افغانستان کې اته نیم میلیون ماشومان واکسین شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د افغانستان د صحت عامې لوړپوړی مشاور وایي، چې پرته له څو سردسیرو ولسوالیو او ناامنو سیمو په ټول افغانستان کې د واکسینو کمپاین پلی شوی دی.
ښاغلي هدایت الله ستانکزي په ډاګه کړې ده، چې د هوا په تودیدو به د هېواد سردسیرې ولسوالۍ هم د واکسینو تر پوښښ لاندې ونیول شي.
ښاغلي ستانکزي زیاته کړې، چې د بامیانو او دایکندي پر سردسیرو ولسوالیو سربېره د مرکزي حوزې یو شمېر ولسوالۍ هم له کمپیاین پاتې دي؛ خو په ټوله کې کمپیاین بریالی و او اته نیم میلیون ماشومان په کې تر پوښښ لاندې راغلي دي.