روغتيا

په ټول افغانستان کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو

Published

on

(Last Updated On: تله ۳, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له نړیوالو ادارو سره د همغږۍ له مخې نن ( دوشنبه د تلې ۳) په هېواد کې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ملي کمپاین پیل کړ.

د دې وزارت د خپرې شوې خبرپانې له مخې؛ په دې کمپاین کې به له پېنځه کلو کم عمره څه باندې ۱۱ میلیون ماشومان د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ په دغه کمپاین کې ویتامین A کپسول هم له ۶-۵۹ میاشتو عمر لرونکیو ماشومانو ته ورکول کېږي.

ویتامین A د ماشومانو د سترګو، پوستکي او معافیت سیستم په ساتلو کې مرسته کوي.

د عامې روغتیا وزیر داکتر قلندر عباد ویلي: مونږ هوډ لرو، چې د خپلو شریکانو پر ملاتړ پولیو ناروغي په افغانستان کې ختمه کړو.

نوموړي زیاته کړې:  د پولیو ناروغۍ وروستۍ پېښې د اندېښنې وړ دي. د پولیو واکسین کمپاینونه او لومړني روغتیايي خدمتونه به تر هغې روان وي، چې دغه ناروغي مو له هېواده په بشپړه توګه له منځه وړې نه‌وي.

ګوزڼ یا پوليو يوه ويروسي ناروغي ده، چې درملنه نه‌لري او يوازې د واکسين پر مټ د مخنیوي او له منځه وړلو وړ ده.

په روان ۲۰۲۳ ز. کال کې د پولیو ناروغۍ پېنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

Trending

Exit mobile version