تازه خبرونه

په ټول افغانستان کې مو شاوخوا ۱۸ میلیون وګړو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي – یونیسف

په افغانستان کې د یونیسف ادارې مشر تاج الدین اویلي ویلي؛ هڅه کوو، چې په روان کال کې له سکټوري وزارتونو او اړوند ادارو سره پر همغږۍ خپلې پروژې زیاتې کړو.

Published

on

د چهارشنبې پر ورځ (د زمري یودېرشمه) په افغانستان کې د یونیسف دفتر مشر د اقتصاد وزارت له چارسمبالي دین محمد حنیف سره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې یې له ماشومانو څخه د ملاتړ په اړه د ۲۴۰ روغتیایي مرکزونو له لارې شاوخوا ۱۸ میلیون خلکو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي.

په افغانستان کې د یونیسف ادارې مشر تاج الدین اویلي ویلي؛ هڅه کوو، چې په روان کال کې له سکټوري وزارتونو او اړوند ادارو سره پر همغږۍ خپلې پروژې زیاتې کړو.

دغه راز د اقتصاد وزارت چارسمبالي دین محمد حنیف په افغانستان کې د یونیسف ادارې له مشرې سره په کتنه کې پر دوامداره همکاریو ټینګار څرګند کړی او له خلکو سره د دغه بنسټ د دوامداره همکاریو یې مننه کړې ده.

هغه ویلي، چې د پروژو د کیفیت او چټکتیا په اړه یې د یونیسف ادارې له رییس سره بحث کړی او په اړه یې اړوند اندونه وړاندې شوي دي.

تاج الدین اویلي د اقتصاد وزارت مشرتابه ته په روان کال کې د خپلو کاري فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او د یاد وزارت له همغږۍ او همکارۍ څخه یې خوښي څرګنده او د یاد بنسټ د فعالیتونو د همغږي کولو په برخه کې یې د اقتصاد وزارت او نورو سکټوري برخو له همکاریو مننه وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې د دغه بنسټ د لاسته راوړنو او فعاليتونو د يادونې تر څنګ زياته  کړې، چې د يونيسف دفتر اوس هم د ماشومانو د تغذيې په څانګه کې د روغتيايي کلينيکونو له لارې شاوخوا ٢٥٠ زره ماشومان تر پوښښ لاندې راوستي او هڅه کوي، چې په ټول هېواد کې د تغذيې په برخه کې له ناروغانو سره مرسته وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ياده موسسه توانېدلې، چې د کليو پراختيا وزارت په نږدې همکارۍ څلور سوه زره کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوي او د ښوونځيو د جوړولو او بيارغونې په برخه کې د دې هېواد شاوخوا ٤٠٠ ښوونځي تر پوښښ لاندې راغلي دي.

هغه ویلي، چې له کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په نږدې همغږي کې شاوخوا دوه نیم میلیون خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي او مونږ هڅه کوو، چې خپلې پروژې په کابل کې د مرکزي دفتر او د ۱۳ ولایتي دفترونو له لارې عملي کړو. مونږ به د وزارتونو او سکټوري ریاستونو سره په همغږي کې ډېر څه وکړو.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې؛ د یونیسف دفتر په هرات او بغلان ولایتونو کې له ۲۳ زره هغو کسانو سره، چې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو له کبله زیانمن شوي، نغدي مرستې هم کړې دي.

د اقتصاد وزارت سرپرست د خلکو د عاجلو اړتیاوو او لومړیتوبونو په اړه د یونیسف ادارې له فعالیتونو مننه کړې او څرګندوي؛ غواړو د هېواد لرې پرتو سیمو ته د دې ادارې فعالیتونه او پروژې پراخه او کیفیت یې ښه کړو.

نوموړي د یادو پروژو په اړه خپل نظریات د یونیسف ادارې له رییس سره شریک کړل او د دې ادارې د کاري چارو د پوره ښه والي ډاډ یې ورکړ.

Trending

Exit mobile version