تازه خبرونه

په ټول هېواد كې اورښتونو او ځمکې ښوييدنې د ۲۳ كسانو ژوند اخيستى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

< ![endif]–>

راپورونه وايي، په وروستۍ يوه اوونۍ كې د اورښتونو پر لامل ۴۱ كسان مړه شوي؛ خو د پېښو په وړاندې د مبارزې د چمتوالي ملي كميته وايي، د واورې د وروستيو اورښتونو او ځمكې ښويدنې له وجې د افغانستان په بېلابېلو سيمو كې ۲۳ تنه مړه شوي دي.

د دې ادارې د څرگندونو له مخې لس تنه نور په دې پېښو كې ژوبل شوي دي.

د افغانستان د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې د ملي ادارې رييس محمد اسلم سياس وايي:

انساني تلفات په فراه، بدخشان، جوزجان، پروان، باميان، هلمند او كندز ولايتونو كې را منځته شوي دي.

ښاغلى سياس زياتوي، له ژمې مخكې زيانمنيدونكي تر پوښښ لاندې راوستي او دې ولايتونو ته مرستې هم ليږل شوې دي.

زلزلې، سيلاب، ځمكې ښوييدنې، واورې ښوييدنې، طوفان، سوړ ژمى، وچ اوړى او وچ كالۍ هر كال افغانستان كې پراخ مالي او ځاني زيانونه اړوي.

د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۲ م كال ۳۸۳ طبيعي پېښې د هېواد په يوسل و نهه پنځوس ولسواليو كې را منځته شوې دي.

Trending

Exit mobile version