روغتيا
په ټول هېواد کې د شري واکسین ۱۰ ورځنی کمپیاین پیل شو
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ويلي؛ په لس ورځو کې به په ټول هېواد کې شاوخوا اووه میلیون ماشومانو ته د شري ناروغۍ واکسین پلي شي.
په افغانستان کې د هغو ماشومانو لپاره د شري واکسین پیل شو، چې عمرونه یې تر ۵ کلونو پورې وي.
د روغتیا وزیر قلندر مومن وايي؛ په دې لس ورځني کمپاین کې به شاوخوا اووه میلیون ماشومانو ته د شري واکسین ورکړ شي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ويلي؛ له دې کمپاین څخه یې موخه د هغو ماشومانو د ژوند ژغورل دي، چې پر شري اخته شوي او ټینګار کوي، چې له دې سره به د ناروغانو شمېر او ماشومانو د مړینې کچه راټیټه شي.
داکتران وايي، چې د شري واکسین د ماشومانو لپاره حیاتي دي او ټول خلک باید خپلو ماشومانو ته دا واکسین ورکړي.
د داکترانو د څرګندونو له مخې، د شری ویروس ساري دي او هر ناروغ پېنځلس روغ کسان پدې ناروغۍ اخته کولی شي.
دوی زیاتوي، چې شری خطرناکه ناروغي ده او د دې خطر د کمولو لپاره باید ټول ماشومان واکسین شي.
کورنۍ هم خوښې دي، چې ماشومان یې له دغې خطرناکې ناروغۍ څخه د خوندیتوب لپاره واکسین ترلاسه کوي.
د روغتیا وزارت څرګنده کړې؛ که کومه کورنۍ خپلو ماشومانو ته د شري واکسین ورنکړي، پدې ناروغۍ یې د اخته کیدو خطر ډېر دی.