تازه خبرونه

په ټول هېواد کې د کرونا ویروس مشبتې پېښې ۲۸۹۴ ته ورسیدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په هېواد کې د کرونا ویروس ۴۹۸ شکمنې پېښې کتل شوي، چې ۱۹۰ یې مثبتې دي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال وحید مجروح زیاته کړې؛ له دغو ۱۹۰ پېښو څخه ۴۱ په پکتیا کې، ۳۰ په هرات کې، ۲۵ په کندهار کې، ۲۴ په کابل کې، ۱۷ په بلخ کې، ۱۳ په ننګرهار کې، ۱۱ په لغمان کې، ۹ په فراه کې، ۶ په سرپل کې، ۵ په کونړ کې، ۲ په پکتیکا کې، ۳ په زابل کې، په خوست، روزګان، هلمند او نیمروز ولایتونو کې یوه – یوه مثبتې ثبت شوي دي.

له دې سره په ټول هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۸۹۴ ته رسیدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت د څرکندونو له مخې پکتیا ولایت د ۴۱ مشبتو پېښو په لرلو د نوملړ په سر کې راغلی دی.

د مجروح د معلوماتو له مخې ؛ پّ تېرو ۲۴ ګړیو کې ۵ کسان له کرونا مړه شوي او ۵۲ نور رغیدلي دي.

دغه راز یاد وزارت د نړیوال بانک او د روغتیا نړیوالې ټولنې له ۱۰۰ میلیون ډالرو څخه د ډېرو مرستو خبر ورکوي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي؛ دغه مرسته به په افغانستان کې د لابراتوار او وړتیاوو پر لوړولو، د کرونا ویروس د تشخیصیه توکو پر برابرولو او د روغتیایي کارکوونکیو د وړتیاوو پر لوړولو ولګول شي.

Trending

Exit mobile version