تازه خبرونه
په ټول هېواد کې ملي ویر اعلان شوی
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د دغه حكم له مخې د وير په دې ورځ په ټول هېواد او بهرنيو سياسي څانگو كې د افغانستان بيرق نيم ځوړند اعلام شوى دى.
په دې فرمان كې د هېواد له ټولو وگړيو، ملي سوداگرو، خيريه موسسو او مرسته رسوونكيو څخه غوښتنه شوې، چې د زيانمنو هېوادوالو مرستې ته ورودانگي.
ولسمشر تېره ورځ بدخشان ولايت ته يو پلاوى استولى، د پېښې په اړه د اړوند چارو څېړنه وكړي.
په افغانستان كې د ملگرو ملتونو سياسي څانگې يوناما او د امريكا ولسمشر باراك اوباما د دې پيښې له كبله له افغانانو سره خواخوږي ښودلې ده.