ساینس او ټیکنالوژي
په ټویټر کې پر ډونالډ ټرمپ لګېدلي بندیزونه به لرې شي – ماسک
د ټسلا مشر ایلان ماسک ویلي، چې د امریکا پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ به تلپاتی لګېدلی بندیز لرې کړي.
نوموړي، چې په انلاین بڼه د موټرو صنعت په راتلونکي سرمشریزه کې ګډون کړی و؛ د وینا پر مهال څرګنده کړه، چې په ټویټر کې د ټرمپ پر هڅو بندیز بندیز د اخلاقو له مخې بد او په بشپړ ډول احمقانه عمل دی.
هغه زیاته کړې، د ټویټر پر پاڼو تلپاتي بندیز یو نادر عمل دی او پر هغو باید پلي شي، چې درغلي کوي او یا روبوټیک دي.
د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په جنورۍ کې ټویټر د امریکا په پلازمېنه کې د کنګرس پر ودانۍ د ترمپ د پلویاتو له ورپورته کېدو او له تاوتریخوالي رامنځته کېدو وروسته ټویټر د یرغل هڅولو پر تور د ټرمپ حساب بند کړ.
ماسک ویلې: زه فکر کوم، چې دا یوه تېروتنه وه؛ ځکه، چې د هېواد یوه لویه برخه له [ټویټره ] لرې، ګوښه او په پای کې د ډونالډ ټرمپ غږ هم ونه درول شو. زه فکر کوم، چې پرې لګېدلی دایمي بندیز لرې کړم.
هغه ټینګار وکړ، که څه هم هغه لا تر اوسه د ټویټر مالکیت نلري، نو په دې اړه پرېکړه هم نده شوې؛ خو
تېره میاشت دې شرکت په ډاګه کړه، چې یاد شرکت ورسره پر ۴۴ میلیارد ډالرو د پلور هوکړه کړې ده.
ټرمپ مخکې ویلي وه، چې هغه له ټویټر سره د بیا یوځای کیدو هیڅ پلان نلري. ان که اکاونټ یې له بندیزه هم وژغورل شي؛ ځکه هغه تېره میاشت فاکس نیوز ته ویلي، چې هغه به پخپل ټولنیز حقیقت راو څرخیږي.
