سیمه ییز خبرونه

په پارلماني چارو كي د دولت وزارت په نفاق اچونې تورن شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسي جرگې  يو شمېرغړيو په پارلماني چارو كي د دولت وزارت تورن كړ، چې:

د ولسي جرگي د غړيو تر منځ بې اتفاقۍ ته لمن وهي.

دوى وايي، چې:

په پارلماني چارو كې د دولت وزارت يو شمېر غړيو ته د جرگې په غونډو كې د نه گډون سپارښتنه هم كړې ده.

دغو غړيو ټينگاركاوه، چې:

د پارلماني ټاكنو په پايلو كې بدلون نا شونى دى.

په پارلماني چارو كې د دولت وزارت د ولسي جرگې د دغو غړيو تورونه بيځايه بولي او زياتوي، چې:

دوى هڅه كوي، چې:

د ولسي جرگې او دولت  ترمنځ همغږي را منځ ته كړي.

د ولسي جرگې د شنبې ورځې په غونډه كې زياتره هغه غړي حاضر ول، چې له قانون څخه د ملاتړائتلاف غړيتوب لري.

د ولسي جرگې دوه يم مرستيال بهزا د ټاكنو د خپلواك كميسيون له رييس فضل احمد معنوي څخه و غوښتل، چې:

يا پخپل پخواني دريځ ټينگ پاتې شي او يا دې له دندې استعفا وركړي.

صديقي زاده نيلي د پارلماني چارو پر وزارت نيوكه وكړه،چې:

غواړي، د ولسي جرگ غړي پربېلا بېلو ډلو ووېي.

د ظاهر قدير په وينا:

په پارلماني چارو كې د دولت وزارت د ولسي جرگې ځينو غړيو ته ويلي، چې د ائتلاف

په غونډو كې دې گډون نه كوي.

په پارلماني چارو كې د دولت وزارت وياند نعمت الله بشروال اريانا ټلويزيون ته د ټيليفون په كرښه د ولسي جرگې د دغو غړيو نيوكې او تورنه رد كړل او زياته يې كړه، چې:

دوى كوښښ كوي، چې:

د حكومت او پارلمان تر منځ په چارو كې همغږي را منځته كړي.

ولسي جرگې د پارلماني ټاكنو په  پايلو كې د بدولون د نه راتلو په باب تر اوسه  ۷ مصوبې ۵ فيصلې  او پېنځه اعلاميې خپرې كړي او پخپل دريځ ټينگ ولاړ دي.

دا په داسې حال كې ده، چې ويل كيږي:

د ولسي جرگې له لس ډېر برحال غړي به خپلې څوكۍ نورو كسانو ته پريږدي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version