Connect with us

لوبی

په پاریس المپیک کې فرانسوي لامبو‌وهونکي په ۲ ساعتونو کې ۲ د سرو زرو دوه مډالونه وګټل

مارشان لومړنی لامبو‌وهونکی دی، چې د اولمپیک لوبو په بهیر کې د شاپرک او چینډخې په اړوند لامبو کې د سرو زرو مډالونه خپلوي.

خپور شوی

د

د چارشنبې پر شپه فرانسوي لامبو‌وهونکي لیون مارشان د لامبو په تاریخ کې ترټولو اغېزمنه ننداره وړاندې کړه او په ۲ ساعتونو کې د دوه لوبو پر ګټلو بریالی شو او د سرو زرو دوه مډالونه یې ترلاسه کړل.

مارشان له لوبې وروسته وویل: زه رښتیا هم یو بې زړه سړی یم.

هغه زیاته کړې: زه په دې دوه لوبو کې ډېر د پام وړ وم. هڅه مې کوله، چې له ټولو خلکو ځواک او انرژي ترلاسه کړم. دوی ماته زړهراکښونکي دي او په هره پایلوبه کې ما هڅوي.

مارشان لومړنی لامبو‌وهونکی دی، چې د اولمپیک لوبو په بهیر کې د شاپرک او چینډخې په اړوند لامبو کې د سرو زرو مډالونه خپلوي.

آریانا تلویزیون د پنجشنبې پر ورځ د شپې په ۱۱:۳۰ د المپیک یو شمېر لوبې پر ژوندۍ بڼه خپروي.

د نن ورځې په لوبو کې د کښتۍ‌ځغلونې، نښه ویشتنې، نرینه هاکي، بایسکېل‌ځغلونې، سوک‌وهنې او پر میز ټینس لوبې شته دي.

لوبی

هند د افغانستان پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو اتلولي وګټله

په دې لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۳۱, ۱۴۰۵

د هند کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان پر وړاندې د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه د ۹ ویکټو پر توپیر وګټله او د دې لړۍ اتلولي یې خپله کړه.

په دې لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدا په ۴۴ اعشاریه ۲ آورونو کې ۲۱۸ منډې وکړې او هند ته یې د ۲۱۹ منډو هدف وټاکه.

د توپ‌وهنې په برخه کې حشمت‌الله شهیدي ۱۳۱ توپونه ترسره او ۱۰۲ منډې یې وکړې.

د هند لوبغاړو ټاکل شوی هدف په ۲۸ اعشاریه ۴ آورونو کې د یوې ویکټې پر زیان پوره کړل او له دې سره یې د سیالیو د دې لړۍ اتلولي وګټله.

هند له دې مخکې هم په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته د ۷ ویکټو او په دوه‌یمه لوبه کې د ۱۷۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړې وه.

Continue Reading

لوبی

د ۵۰ اووریزو سیالیو لړۍ؛ هند په دوه‌یمه لوبه افغانستان ته ماتې ورکړه

هند په ۴۹.۵ آوورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۴۰۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۴۰۳ منډو هدف وټاکه.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲۸, ۱۴۰۵

د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړیوالو یوورځنیو سیالیو د لړۍ په دوه‌یمه لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۱۷۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

هند په ۴۹.۵ آوورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۴۰۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۴۰۳ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان ملي لوبډلې ونه شو کولی ټاکل شوی هدف پوره کړي او د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدو یې په ۴۴.۳ آوورونو کې ۲۳۲ منډې جوړې کړې.

د هند لکنهو ښار د ایکانا لوبغالي د دې لوبې کوربتوب کاوه.

د منډو جوړولو په برخه کې، شوبمن ګیل له ۱۱۰ توپونو ۱۵۴ منډې او ایشان کېشن له ۷۹ توپونو ۱۲۵ منډې جوړې کړې. شوبمن ګیل ۲۲ څلوریزې او ۲ شپږیزې ووهلې او ایشان کېشن ۱۴ څلوریزې او ۷ شپږیزې ثبت کړې.

د افغانستان له لوبډلې راشد خان ۳ ویکټې واخیستې.

د یادونې ده، چې د افغانستان ملي لوبډلې د دې لړۍ په لومړۍ لوبه کې هم د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې خوړلې وه.

 

Continue Reading

لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو د اګست پر نولسمه په کابل کې پیلېږي

تنظیموونکي وايي، د سیالیو لومړی نیمایي پړاو به د اګست له نولسمې د سپټمبر تر اووه‌لسمې پورې ترسره شي. په داسې حال کې، چې دوه‌یمه نیمایي به د اکټوبر له لسمې د نومبر تر نهمې دوام وکړي. د دوه‌یم پړاو د ترسره کېدو ځای اوس وروستی شوی نه‌دی او وروسته به اعلان شي.

Published

on

د افغانستان اتلانو لیګ (ACL) د شپږم پړاو د رسمي پیل نېټه تائید شوه او ټاکل شوې دا سیالۍ، چې د هېواد د فوټبال تر ټولو معتبره کورنۍ سیالۍ ګڼل کېږي؛ د اګست پر نولسمه په کابل کې پیل شي.

تنظیموونکي وايي، د سیالیو لومړی نیمایي پړاو به د اګست له نولسمې د سپټمبر تر اووه‌لسمې پورې ترسره شي. په داسې حال کې، چې دوه‌یمه نیمایي به د اکټوبر له لسمې د نومبر تر نهمې دوام وکړي. د دوه‌یم پړاو د ترسره کېدو ځای اوس وروستی شوی نه‌دی او وروسته به اعلان شي.

د آریانا راډیو او ټلویزیون (ATN) به یو ځل بیا د دې لیګ ټولې سیالۍ پر ژوندۍ او انحصاري بڼه په ټول افغانستان کې خپرې کړي، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د فوټبال مینه‌وال وکولی شي سیالۍ له نږدې وڅاري.

د افغانستان د اتلانو لیګ د هېواد د فوټبال تر ټولو مهمه کورنۍ سیالۍ ګڼل کېږي، چې د بېلابېلو ولایتونو غوره کلبونه سره راټولوي او د نویو استعدادونو د راڅرګندېدا لپاره د لوړې کچې د سیالۍ زمینه برابروي.

دا نوی پړاو د پېنځم پړاو له بریالي ترسره کېدا وروسته پیلېږي؛ هغه سیالۍ، چې د ۲۰۲۵ز.کال په ډسمبر کې د ابو مسلم فراه لوبډلې پر دوه‌یمې پرله‌پسې اتلولۍ پای ته ورسېدې. دې فراه میشتې لوبډلې ټولې ۹ لوبې وګټلې او ځان یې د افغانستان د فوټبال له پیاوړو لوبډلو څخه ثابت کړ.

په پېنځم پړاو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو ۱۰ کلبونه برخه لرله او سیالۍ له پراخ ولسي هرکلي سره مخ شوي. د آریانا ټلویزیون ژوندۍ خپرونې هم د دې لیګ په شهرت کې مهم رول ولوباوه.

د آریانا راډیو او ټلویزیون د ۲۰۲۵ز.کال په اوږدو کې له د افغانستان فوټبال فډراسیو (AFF) سره د هوکړې له مخې د پېنځم، شپږم او اووم پړاو د تولید او خپرولو انحصاري حق ترلاسه کړی دی.

تمه ده، چې د ګډون کوونکو لوبډلو د سیالیو بشپړ پروګرام او د دوه‌یم پړاو د ترسره کېدا ځای په راتلونکو اوونیو کې اعلان شي. له مینه‌والو غوښتنه شوې، چې د تازه معلوماتو لپاره د آریانا نیوز او آریانا ټلویزیون ټولنیزې پاڼې وڅاري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!