لوبی
په پاریس المپیک کې فرانسوي لامبووهونکي په ۲ ساعتونو کې ۲ د سرو زرو دوه مډالونه وګټل
مارشان لومړنی لامبووهونکی دی، چې د اولمپیک لوبو په بهیر کې د شاپرک او چینډخې په اړوند لامبو کې د سرو زرو مډالونه خپلوي.
د چارشنبې پر شپه فرانسوي لامبووهونکي لیون مارشان د لامبو په تاریخ کې ترټولو اغېزمنه ننداره وړاندې کړه او په ۲ ساعتونو کې د دوه لوبو پر ګټلو بریالی شو او د سرو زرو دوه مډالونه یې ترلاسه کړل.
مارشان له لوبې وروسته وویل: زه رښتیا هم یو بې زړه سړی یم.
هغه زیاته کړې: زه په دې دوه لوبو کې ډېر د پام وړ وم. هڅه مې کوله، چې له ټولو خلکو ځواک او انرژي ترلاسه کړم. دوی ماته زړهراکښونکي دي او په هره پایلوبه کې ما هڅوي.
مارشان لومړنی لامبووهونکی دی، چې د اولمپیک لوبو په بهیر کې د شاپرک او چینډخې په اړوند لامبو کې د سرو زرو مډالونه خپلوي.
آریانا تلویزیون د پنجشنبې پر ورځ د شپې په ۱۱:۳۰ د المپیک یو شمېر لوبې پر ژوندۍ بڼه خپروي.
د نن ورځې په لوبو کې د کښتۍځغلونې، نښه ویشتنې، نرینه هاکي، بایسکېلځغلونې، سوکوهنې او پر میز ټینس لوبې شته دي.
