نړۍ
په پاریس ښار کې چاودنې ۳۷ کسان ټپیان کړل
فرانسوي چارواکو ويلي؛ د چارشنبې پر ماښام (د غبرګولي ۳۱ ) د پاریس ښار په لویدیځ کې د ګازو یوې ځواکمنې چاودنې یوه ودانۍ پوره زیانمنه کړه او ورسره پراخه اورلګېدنه رامنځته شوه.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جیرالد دارمانین نن سهار پنجشنبه ( د چنګاښ لومړۍ ) په یوه تلویزیوني مرکه کې وویل؛ په دې چاودنه کې ټولټال ۳۷ کسان ټپیان شوي، چې د ۴ روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
دارمانين زیاته کړې؛ له چاودنې وروسته لږ تر لږه دوه کسان ورک دي او په سيمه کې ویجاړۍ هم لیدل کیږي.
هغه تر خاورو لاندې د قربانيانو د جسدونو د موندلو شونتیا هم نهردوي.
نوموړي د پېښې په ځای کې د ۳۲۰ اوروژونکیو او ۲۰۰ پولیسو شتون ته په نغوته کې ویلي، چې فرانسوي چارواکو تر اوسه د چاودنې لامل نهدی په ډاګه کړی.
د پاریس د اوروژنې چارواکو د سیمې د ښاروال دا خبره تائید کړې نهده، چې چاودنه د ګازو له کبله رامنځته شوې؛ خو د پېښې په ځای کې عیني شاهدانو ویلي، چې له چاودنې مخکې یې ګاز بوی حس کړی و.
د فرانسوي رسنیو د راپورونو له مخې؛ دې چاودنې په پاریس کې د امریکا د ژبو اکادمۍ ودانۍ ته پوره زیان اړولی او نږدې ودانیو یې هم زیانمنې کړي دي.
د فرانسوي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ له چاودنې وروسته له پېښې سره نږدې يو شمېر ودانيو ته هم اور وغځېد او د اوروژنې ډلې له څو ګړیو وروسته پر اوروژلو بریالي شوې.
فرانسوي چارواکو خبریالانو ته ویلي، چې د چاودنې په اړه قانوني څېړنې د بشپړېدو په حال کې دي.