نړۍ

په پاریس کې د ایفل برج ته نږدې په یوه برید کې ۳ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۲, ۱۴۰۲)

د فرانسې کورنیو چارو وزیر جرالد درمانین د شنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ د پاریس په مرکزي برخه کې ایفل برج ته څېرمه یوه کس پر سیلانیانو برید کړی، چې له کبله یې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

درمانین خبریالانو ته ویلي، چې پولیسو ژر تر ژره دغه ۲۶ کلن فرانسوی سړی ونیوه.

رویترز د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د څرګندونو له مخې زیاته کړې؛ تورن کس په ۲۰۱۶ ز. کال کې د یوه بل برید د پلانولو پر تور پر څلور کاله بند محکوم شوی او د فرانسې د امنیتي ادارو په څار‌نوملړ کې راغلی، چې پر رواني ناروغیو اخته و.

دغه برید د ګرینویچ پر وخت ۱۹:۰۰ هغه مهال رامنځته شو، چې یو سړي له ایفل برج څخه څو ګامه لرې پر یوې سیاحتي جوړې د پر چړې برید وکړ او یو آلماني یې ټپي کړ. هغه وروسته د پولیسو لخوا وڅارل شو او له نیول کیدو مخکې یې پر دوه نورو کسانو د څټک برید وکړ.

نوموړي زیاته کړې، چې شکمن د الله اکبر نارې وهلې او پولیسو ته یې ویل، چې هغه خفه دی؛ ځکه، چې په افغانستان او فلسطین کې ډېر مسلمانان وژل کیږي.

د فرانسې د تروریزم ضد څارنوالۍ اعلان کړی، چې د څېړنو مسوولیت ور پرغاړه دی.

رویترز راپور ورکړی، چې د پاریس په مرکزي برخه کې د شنبې د شپې پېښه د فرانسې په پلازمېنه کې د المپیک له کوربه‌توبه اته میاشتې مخکې رامنځته شوې او کیدی شي د نړیوالې سپورتي غونډې امنیت په اړه پوښتنې راپورته کړي.

پاریس په سن سیند کې د بې‌ساري پرانستې د مراسمو پلان لري، چې د اټکل له مخې به ۶۰۰ زره ننداره‌کوونکي ولري.

Trending

Exit mobile version