سیمه ییز خبرونه
په پاكستان كې د بې پلوته الوتكو بريدونه په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ كلونو كې تصويب شوي
د م.م وروستى خپور شوى گزارش په ډاگه كوي، چې:
داسې ځواكمن شواهد شته، چې د پاكستان پوځي او استخباراتي چارواكو او حتا حكومتي كړيو په ۲۰۰۴او ۲۰۰۸ كلونو كې پر پاكستان د امريكا د بې پلوتو الوتكو بريدونه تصويب كړي دي.
په واشنگتن كې د پاكستان د لومړي وزير نواز شريف د خبرو سرټكى د بې پلوته الوتكو بريدونه او د دغو بريدونو پټ تائيد دى.
په دې وروستيو كې د م.م خبريالانو په خپل خپور شوي گزارش كې په ډاگه كړې، چې د پاكستان پر خاوره د بې پلوته الوتكو بريدونه د دغه هېواد د واكمنو په خوښه تر سره شوي دي.
د م.م د بشري حقونو او د تروريزم په وړاندې د مبارزې ځانگړى خبريال بن ايمرسون وايي:
د ډاډ وړ شواهد شته، چې د پاكستان حكومتي او استخباراتي چارواكو د امريكا د بې پلوته الوتكو پر بريدونو راضايت ښودلى او دغه بريدونه يې تصويب كړي دي.
سره له دې هم اسلام آباد د امريكا د بې پلوته الوتكو بريدونه د پاكستان پر ملي حاكميت بريدونه بولي.
د روان كال د اپريل په مياشت كې د پاكستان پخواني ديكتاتور ولسمشر پرويز مشرف له سي ان ان سره په يوه مركه كې ومنله ، چې د ده حكومت په ځينو برخو كې دا بريدونه تصويب كړي ول.