سیمه ییز خبرونه

په پاكستان كې د ترهګرو خوندي پناه ځايونو په افغانستان كې ناامنيو ته لار اواره كړې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو لوى قوماندان وايې، په پاكستان كې د ترهګرو خوندي پناه ځايونو په افغانستان كې ناامنيو ته لار اواره كړې ده.

په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو لوى قوماندان جنرال جوزف ډانفورد وايې:

اورپكي په افغانستان كې له سخت پوځي ګوزار سره مخ شوي دي، خو په پاكستان كې د ترهګرو لپاره خوندي پناه ځايونو په افغانستان كې د طالب مشرانو د تحركاتو لپاره ښه زمينه برابره كړې ده.

جنرال حوزف ډانفورد همدارنګه زیاته کړه، چې حقاني شبكه له القاعدې شبكې سره لا هم اړيكې لري او حقاني شبكه لا هم د دې توان لري، چې په افغانستان كې د بريدونو د تر سره كولو لپاره پروګرامونه جوړ كړي.

نوموړی همدارنګه وایی، كه څه هم، چې تر اوسه امنيتي ننګونې شته، په پاكستان كې د ترهګرو لپاره خوندي پناه ځايونه، د افغان دولتي ادارو محدود ظرفيتونه او اداري فساد په افغانستان كې د تلپاتي او دوامدار ثبات پر وړاندې لوى خنډونه دي.

جنرال ډانفورد د امريكا د مشرانو جرګې د دفاعي خدمتونو په كمېټه كې د خبرو پر مهال ويلي، مونږ ووينو افغانان د امنيتي مسئوليتونو تر اخيستو وروسته په لومړني اوړي كې څرنګه عمل كوي. مونږ وروسته لدې، چې د دښمن حالت او سياسي لېږد وڅېړو، د ۲۰۱۳ كال په نوامبر مياشت كې به تر ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې د پاته كېدونكو امريكايي سرتېرو د شمېر په باب نظر وركړو. تر څو، چې له حالت نه يو خبر شوي، پرېكړه به له وخته وړاندې وي.

ولسمشر حامد كرزي ويلي، له ۲۰۱۴ كال وروسته به په افغانستان كې پاته كېدونكي بهرني سرتېري د نوي هوكړه ليك له مخې ځاى پر ځاى كېږي، كوم دريځ، چې امريكا هم پرې ټينګار كوي.

Trending

Exit mobile version