سیمه ییز خبرونه
په پام كې ده د مارشال فهيم جنازه د كابل په بادام باغ كې خاورو ته وسپارل شي
په پام كې ده د مارشال محمد قسيم فهيم جنازه د سی شنبې په ورځ ( د کب ۲۰ ) د كابل په بادام باغ كې كې خاورو ته وسپارل شي.
د كابل ښاروالى د حفظ او مراقبت مرستيال وایي، د كابل د بادام باغ سيمېه کې يوه غونډۍ ده، چې د مارشال فهيم د مقبرې لپاره غوره شوې ده.
د كورنيو چارو وزير عمر داوود زى وایي:
ټاكل شوې، چې د مارشال د جنازې مراسم لومړۍ د ملي دفاع په وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ كې د پوځي پريډ په ترڅ كې تر سره شي.
د كابل په يوه بله څنډه كې يو شمېر خلك او د مدني ټولنو غړي لګيا دي د مارشال فهيم انځورونه نصبوي.
له ارګ څخه د مارشال محمد قسيم فهيم تر مقبرې پورې ورغلې لارې هم د پاكېدو په حال كې دي.
د مارشال محمد قسيم فهيم د جنازې لپاره د جوړ شوي كميسيون غړى سيد عبدالله هاشمي وايي، چې د جنازې د ښه تر سره كېدو لپاره لازم تدبيرونه نيول شوي دي.
افغان دولت د مارشال فهيم د مړينې له كبله په هېواد كې درې ورځې ماتم اعلان كړى دى او د هېواد بېرغ به هم نيم ځوړند وي.
ټاكل شوې، چي د ولسمشر د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د جنازي مراسم د سې شنبي په ورځ ( د کب ۲۰ ) په كابل كې ترسره شي.
همدارنګه د افغانستان د بهرنيوچارو وزارت وايي چې، په دغه مراسمو كې په كابل كې د بهرنیو هېوادونو د سفيرانو سربېره، د يو شمېر نورو هېوادونو څخه هم ميلمانه ګډون وكړي.