تازه خبرونه

په پام كې ده چې په بلخ كې په څلورو پړاوونو كې بيات بنياد پرهغو كسانو ځانګړې آلې وويشي چې په اوريدو كې ستونزې لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

بيات بنياد له كابل او هرات وروسته په بلخ كې دا چاره پيل كړې ده، په بلخ كې د سويډن كميټه او د كڼو ټولنه د بيات بنياد داكار ستايي .

د كڼو له پاره د اورېدو د ځانګړې آلې د ويش لړى له كابله پيل شوه، بيات بنياد په كابل كې په شپږ سوو كسانو دا آلې وويشلې .

د بيات بنياد روغتيايي ډله بلخ ته تللې او په پام كې ده چې په دغه ولايت كې د ۳۰۰ كسانو درملنه وكړي، او تر معاينې وروسته ورته د اوريدو ځانګړې آلې وويشي.

نجيب الله يزدان پنا په شمال كې د سويډن كميټې د معلولينو د توانمندۍ مسول وایی ( ډير د خوښى احساس كوو چې زموږ غږ تر بيات صاحب پورې ورسيد ، موږ د بيات بنياد د رييس ښاغلي احسان الله بيات ددې اقدام ستاينه كوو، د كڼو له پاره د دغه آلو ويش په كابل كې پيل شو ، په دې خوشهاله يو چې دغه پروګرام په بلخ كې هم كار پيل كړ.)

په همدې وخت كې ډاكټران وايي دا پروګرام په څلورو پړاوونو كې عملي كيږي، چې په وروستي پړاو كې به د اورېدو ځانګړې آلې ورته ولګول شي .

Trending

Exit mobile version