سیمه ییز خبرونه
په پام کې ده، چې افغان ولسمشر قطر ته لاړ شي
په پام كې ده، چې افغان ولسمشر حامد كرزى د افغانستان د جګړې د حل لارې د موندلو په موخه قطر ته لاړ شي. د حامد كرزي د دې سفر موخه په دوحه كې د طالبانو لپاره د دفتر پرانيستل او د قطر له حكومت سره د اړيكو ښه كول بلل شوي دي. دا په داسې حال كې ده چې امريكا او بريتانيا هم د قطر په دوحه كې د طالبانو له دفتره ملاتړ ښودلى، خو طالبانو تر اوسه هم له افغان دولت سره د خبرو د پېل په اړه چمتو والى نه دى ښودلى.
د خبرو مېز ته د طالبانو د كېنولو په موخه په قطر كې د طالبانو لپاره د دفتر پرانيستل له تېر يوه كال را په دېخوا تل يوه توده موضوع ګرځېدلې، خو تر اوسه طالبانو دغو خبرو ته چمتو والى نه دى ښودلى.
افغان ولسمشر په پام كې ده، چې قطر ته لاړشي او د خبرو د پېل لپاره د دفتر د پرانيستلو په موخه د قطر له امير سره خبرې وكړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي:
ولسمشر به په دې سفر كې له قطر سره د اړيكو په برخه كې هم له چارواكو سره خبرې وكړي.
ولسمشر حامد كرزي شاوخوا دوې مياشتې وړاندې د افغانستان، پاكستان او بريتانيا په درې اړخيزه ناسته كې په قطر كې د طالبانو لپاره د دفتر په جوړېدو موافقه وكړه.
د افغانستان د ملي امنيت شورا هم له طالبانو سره د خبرو د پېل په موخه يوه طرح چمتو كړې، چې ښايي ولسمشر كرزى د قطر له چارواكو سره په دې اړه خبرې وكړي.
د بهرنيو چارو وزارت يوځل بيا ټينګار كوي، چې د پاكستان حكومت بايد هغه طالب مشران خبرو ته چمتو كړي، چې په پاكستان كې په خوندي پټنځايونو كې ژوند كوي.
تر دې مخكې د بهرنيو چارو وزير ويلي وترهغه به د طالبانو لپاره د قطر دفتر جوړ نه شي، چې د افغانستان د سولې له عالي شورا سره خبرو ته حاضر نه شي.