تازه خبرونه

په پاکستان او افغانستان کې ۴ کسان او ۲ بنسټونه ترهګر ونومول شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امريکا متحدو ايالاتو په پاکستان او افغانستان کې څلور کسان او دوه بنسټونه د نړيوالو ترهګرو په نوملړ کې راوستي دي.

دغه بنديزونه له تېرې پنجشنبې(د وري ۱۲) راهيسې د دې کسانو او ډلو له خوا په افغانستان او پاکستان کې ترهګرو ډلو ته د مالي سرچينو د مخنيوي په موخه اعلان شوي دي.

په دغو کسانو او ډلو کې جيمز اليکساندر مکلين تاک، چې په پاکستان کې “الرحمة فوندیشن” لري، عبدالعزيز نورستانى، چې په خيبر پښتونخوا کې “جامعة اثرية” په نوم مدرسه لري، نويد قمر او محمد اعجاز سفارش شامل دي.

د امريکا ماليې وزارت وايي، “الرحمة” چې د يتيمانو د مرستو په نوم فعاليت کوي، د القاعدې، طالبانو، لشکر طيبه او نورو پاکستاني او افغان سخت دريځو ډلو له پاره مالي سرچينې او امکانات برابروي.

سرچينه وایي، تاک يو سکاتلندى دى، چې د طالبانو خواخوږى شوى دى. د ده په اړه شک دى، چې له بريتانيا او خليج هېوادونو څخه د يتيمانو په نوم پيسې راټولوي او بيا يې ترهګرو ته ورکوي.

عبدالعزيز نورستانى په پېښور، نويد قمر په کراچۍ او اعجاز سفارش په سعودي عربستان کې اوسېږي. پر سفارش تور دى، چې د لشکر طيبه کسانو له پاره مالي او نور امکانات برابروی.

Trending

Exit mobile version