سیمه ییز خبرونه
په پاکستان د یوې چاودنې له کبله ۷ پاکستاني پوځیان ووژل شول
د پاکستان پوځ د یکشنبې پر ورځ (د غبرګولي شلمه) ویلي، چې له افغانستان سره پولې ته څېرمه د پاکستان په شمال لویدیځ کې د پوځ پر یوه لارۍ د بمي چاودنې له کبله اووه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې بمي برید مسوولیت ندی منلی.
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پوځ یوه موټر ته څېرمه چاودنه شوې، چې له کبله یې د یوه افسر په ګډون اووه سرتېري وژل شوي دي.
دا پېښه د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمې لکیمروټ په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
تحریک طالبان پاکستان په تېرو وختونو کې د ورته بریدونو مسوولیت منلی دی.
پاکستان تل ویلي، دا ډله په افغانستان او قبایلي سیمو کې شتون لري او د پاکستان د حکومت د نسکورولو لپاره وسلهواله مبارزه کوي.
د افغانستان اسلامي امارت تل د پاکستاني پوځ ادعاوې رد کړي او څرګندوي، چې په پاکستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د اسلامآباد داخلي ستونزه ده.
