تازه خبرونه

په پاکستان کې افغان کډوال د پوليسو له سختو ځورونو سره مخ دي

Published

on

(Last Updated On: )

افغان کډوال په پاکستان کې د پولیسو له خوا سخت ځورل کېږي. یو شمېر افغان کورنۍ چې تازه له پاکستان څخه راستنې شوې دي، وايي چې پاکستاني پولیسو يې وخت ناوخت کورونه پلټل او د بډو اخیستو له پاره یې ورته ډول ډول پلمې لټولې.

په داسې حال کې چې په روان کال کې له پاکستان څخه افغان راستنو شویو کورنیو شمېره د تېرو کلونو په پرتله څلور برابره شوې خو دلته په هېواد کې هم د نا امنۍ او بې کارۍ له ستونزو کړېږي.

د کابل او اسلام آباد د اړیکو ترینګلتيا په پاکستان کې د افغان کډوالو په ژوند هم ناوړه اغېزه کوي. په داسې حال کې چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې په پاکستان کې د یو نیم میلیون نوم ليکل شوو افغان کډوالو د اوسېدلو د نېټې د تمدیدولو یادونه کېږي، خو د کابل او اسلام آباد د اړیکو له ترینګلي کېدو سره ښايي دا چاره هم ټکنۍ شي.

په همدې وخت کې افغان ولسمشر په کابل کې د نړیوالو مرستندویانو استازو ته په غونډه کې وویل چې افغان دولت په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو اواري ته لومړیتوب ورکوي.

ولسمشر محمد اشرف غني وويل: «مونږ په ټولیزه توګه د افغان کډوالو مسئلې ته جدي پام کوو او هڅه کوو چې هېواد ته په خپله خوښه د هغوی د راتلو زمینه برابره کړو. زمونږ ژمنه دا ده چې په کور د ننه د بېځایه شویو اصطلاح له سیاسي او ټولنیزو اصطلاحاتو وباسو.»

د شمېرو له مخې د روان میلادي کال د جنورۍ له میاشتې راهیسې له پاکستان څخه یو سل اووه دېرش زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

راغلي افغانان وايي چې د پاکستاني پولیسو سختو ځورونو دې ته اړ کړل چې هېواد ته راستانه شي. له پاکستان څخه راستون شوی افغان کډوال وايي چې دلته هم د ژوند له سختو کړاوونو سره لاس او ګرېوان دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره یو اېن اېچ سي ار وايي چې هرې راستنې شوې کورنۍ ته دوه سوه ډالره او ځینې دارو درمل ورکوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مسوول احمد فهیم وويل: «که څه هم د پاکستان د کډوالو چارو وزیر ژمنه کړې چې د کابینې له تصویب وروسته به خپل هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه تمدید کړي، خو دم ګړۍ هلته افغان کډوال د پاکستاني نظامیانو له ناوړه او تریخ چال چلند څخه کلک شکایت کوي.»

Trending

Exit mobile version