تازه خبرونه
په پاکستان کې به د افغان کډوالو د کارت موده دوه کاله نوره وغزول شي
په پاکستان کي شاوخوا یو نیم میلیون افغان کډوال د اوسیدو قانوني اسناد لري؛خو نږدې یو میلیون نور یې بې اسناده دي.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي عمر زاخېلوال په یوه مرکه کې ویلي؛ تېره ورځ یې د پاکستان د سرحدي سیمو له وزیر عبدالقادر بلوڅ سره هوکړه کړې، چې په دېهېواد کې د میشتو افغان کډوالو د کارتونو د غزېدو موضوع به د پاکستان پارلمان ته د تصویب له پاره وړاندې کړي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د کارتونو قانوني موده د ۲۰۱۵کال په دیسمبر میاشت کې پای ته ورسیده؛ خو لومړي وزیر نواز شریف د ځانګړي فرمان له مخې د کډوالو د اسنادو اعتبار شپږ میاشتې نور هم تمدید کړ.
ښاغلي شریف د پاکستان د کابینې له پرېکړې پرته دغه فرمان لاسلیک کړی و، چې د اعتبار څلور میاشتې یې پاتې دي.
اوس د افغانستان سفیر وایي، ور سره ژمنه شوې؛ د کډوالو د کارتونو د غزیدو موضوع به ژر کابینې ته وړاندې شي او تمه لري، چې په یوه میاشت کې وروستۍ بڼه خپله کړي.