سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې دوه مسیحي وروڼه اسلام ته د سپکاوي پر تور ونیول شول

Published

on

رویترز څرګنده کړې، چې د جمعې پر ورځ له هغې وروسته، چې یوې مسلمانې ډلې قرآن ته د سپکاوي له کبله د مسیحیانو کلیساګانې او کورونه وسوځول؛ نو پولیسو دوه مسیحي وروڼه د قرآن کریم د سپکاوي پر تور ونیول.

د پنجاب پولیسو مشر عثمان انور ویلي، چې په سړک کې د قرآن کریم داسې پاڼې موندل شوي، چې پر سور رنګ پرې له سپکاوي ډګې لیکلنې شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په يوه اضافي پاڼه کې د تورنو کسانو نومونه، ادرسونه او پېژندپاڼې وې.

هغه رویترز ته ویلي، چې پولیسو په ټولو اړخونو څېړنې کوي، چې ولې نومونه او پتې ورسره ضمیمې شوې دي.

د حکومت وياند ويلي، چې محکمې دوه شکمن کسان د پوښتنو لپاره د اووه ورځو لپاره د پوليسو له‌خوا نیولي دي.

په پاکستان کې د سپکاوي مجازات د مرګ او اعدام سزا ده؛ خو تر اوسه هیڅوک اعدام شوي نه‌دي او همدا علت دی، چې ګڼو تورنو کسانو ته د پارېدلیو کسانو له‌خوا سزا ورکړ شوې ده.

د پاکستان چارسمبالي لومړي وزیر انورالحق کاکړ د جمعې پر ورځ ویلي، چې اقلیتونه باید په هر قیمت خوندي شي او ژمنه یې وکړه، چې په تاوتریخوالي کې د ښکېلو کسانو پرضد به اقدام وکړي.

پولیسو ویلي؛ تر اوسه یې ۱۲۸ کسان نیولي، چې په ډله‌ییز برید کې یې لاس درلود.

Trending

Exit mobile version