سوداگري

په پاکستان کې د افغانستان سفارت د افغان سوداګرو د ۴۵۰ کانټینرونو د پریښودو غوښتنه وکړه

Published

on

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت د دوشنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۲۰ ) ویلي، چې د دغه سفارت چارواکو د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له چارواکو څخه په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ۴۵۰ کانټینرونو د ژر تر ژره پریښودو غوښتنه کړې ده.

دغه کانټینرونه له څو میاشتو راپدیخوا د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي.

د افغانستان سفارت په ایکس پاڼه کې ليکلي، چې په کراچۍ او اسلام‌آباد کې د اسلامي امارت اقتصادي آتشې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ له مشرې ماريا کازي او د دغه وزارت له سکرتر زبير خان سره د سوداګرۍ پر ستونزو خبرې کړې دي.

د دغه سفارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې ویل شوي، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت چارواکو ژمنه کړې، چې د سوداګرو د زیانونو له په پام کې نیولو سره به پاتې کانتینرونه خوشې شي.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د افغان سوداګرو پر یو شمېر سوداګریزو مالونو، چې د ترانزیت په بڼه د کراچۍ له بندر څخه افغانستان ته لېږدول کېږي؛ لس سلنه مالیه وضع کړې او له افغان سوداګرو یې غوښتي، چې د سوداګریزو توکو د ارزښت پرکچه د پاکستان په بانکونو کې نغدي ضمانت کېدي.

د لیندۍ پر اوومه د پاکستان حکومت د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو شاوخوا درې زره کانټینرونه، چې د پاکستان د ترانزیټي سوداګرۍ د لایحې د بدلون له کبله له څو میاشتو راپدیخوا په کراچۍ بندر کې بند پاتې ول، خوشې کړل.

دغه راز هغه لږ تر لږه ۴۵۰ نور کانټینرونه، چې د پاکستان په تور نوملړ کې ول؛ خوشې نه‌شول. د پاکستان په تور نوملړ کې هغه ۲۱۲ سوداګریز توکي رزاغلی، چې پاکستان یې افغان سوداګرو ته د ترانزیت له لارې د لېږد اجازه نه‌ورکوي.

Trending

Exit mobile version