تازه خبرونه

په پاکستان کې د افغانستان سفارت د افغان مهاجرو پر نیولو اندېښنه څرګنده کړه

دې سفارت د چارشنبې پر ورځ ( د مرغومي شپږویشتمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سردار احمد شکیب په دې ناسته کې ټینګار وکړ؛ هغه کډوال، چې قانوني اسناد لري باید ملاتړ یې وشي.

Published

on

په پاکستان کې د افغانستان سفارت شارژدافیر سردار احمد شکیب د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرې میرمن فیلیپا کینډلر سره وکتل او په اسلام‌آباد او راولپنډۍ کې یې د امنیتي ځواکونو لخوا د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دې سفارت د چارشنبې پر ورځ ( د مرغومي شپږویشتمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سردار احمد شکیب په دې ناسته کې ټینګار وکړ؛ هغه کډوال، چې قانوني اسناد لري باید ملاتړ یې وشي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان پولیسو د افغانانو کورونه تلاشي کړل او افغان کډوال یې ونیول. هغه وګړي، چې ویزې او قانوني اسناد لري نیول کیږي او په ځینو مواردو کې له دوی څخه رشوت او ډیرې پیسې هم غوښتل کیږي.

دغه راز پاکستاني پولیسو ویلي؛ هغه افغانان، چې اسناد لري او که نه باید له اسلام‌آباد او راولپنډۍ څخه ووځي.

د دغې خبرپاڼې له مخې؛ میرمن فیلیپا کینډلر ویلي، چې هغې ته د پاکستاني پولیسو لخوا له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه شکایتونه رسېدلي، چې په راتلونکو ورځو کې به پدې اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

Trending

Exit mobile version