تازه خبرونه
په پاکستان کې د افغانستان سفیر د ملګرو ملتونو له نوې کمیشنرې سره وکتل
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت چارسمبالي سردار احمد شکیب د کډوالو عالي کمیشنرۍ له نوې مشرې فلیپا کیندلر سره په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت او د حکومت د وروستیو اقداماتو د ارزونې په اړه وکتل.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت په ایکس پاڼه کې راغلي، چې سردار احمد شکیب د دې ناستې پر مهال له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري شړلو په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې ده.
سفارت د سردار احمد شکیب د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې: نه یوازې هغه افغانان، چې د استوګنې اسناد نهلري، بلکې د مهاجرت د اعتبار وړ کارت لرونکي هم نیول شوي او له خوشې کیدو مخکې له سپکاوي، ځورونې او ناوړه چلند سره مخ شوي هم دي.
سفارت دا هم ویلي، فلیپا کیندلر د پاکستان د حکومت له پرېکړې وروسته د افغان کډوالو ننګونې ومنلې او په دې اړه یې د افغان سفارت هڅې او اندېښنې وستایلې.
هغې ژمنه کړې، چې دا ننګونې به د دې بنسټ د اجرائیوي کمیتې د ژینیو په راتلونکې غونډه کې حل کړي.