تازه خبرونه

په پاکستان کې د افغان سفیر د لورتښتونې د افغانانو غصه راپارولې

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۷, ۱۴۰۰)

د اسلام آباد د افغان سفیر د لور سلسلې عليخېل د تښتونې او ځورونې په غبرګون کې یو شمېر افغانانو په کابل کې د پاکستان د سفارت مخې ته لاریون تر سره کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په پاکستان کې د افغان سفیر نجیب الله علیخېل د لور سلسلې عليخېل د تښتونې او ځورونې د خبر له خپریدو وروسته تند حکومتي او ولسي غبرګونونه را وپاریدل.

یو شمېر افغانانو په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته اعتراضیه غونډه وکړه او د پاکستان پر حکومت یې نیوکه وکړه، چې د افغان ډیپلوماټانو د کورنیو د امنیت په ساتنه کې بې پروايي کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په کابل کې د پاکستان سفیر احضار او د افغان دولت ژوره اندېښنه یې ورته وړاندې کړې ده.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل ویلي: پاکستان باید ومني، چې د آی اس آی د سیاست پر وړاندې پاتې راغلی او د افغان ډیپلوماټانو امنیت خوندي کولی نشي، ښه به وي، چې خپله بېوسي په ډاګه کړي.    

مدني مخکښ فهیم کوهدامني څرګنده کړې: نه یوازې د پاکستان له حکومت غواړو، چې له جنایتونو تېر شي، بلکې له ملګرو ملتونو او اسلامي هېوادونو له ټولنې هم غواړو، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنو مخه ونیسي.  

اعتراض کوونکیو د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارته وغوښتل، چې دا پېښه جدي وڅېړي. د بهرنیو چارو وزارت د پېښې له کبله په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او په رسمي بڼه یې ترې د پېښې په اړه ورته د څېړنې ټينګار وړاندې کړ.

مدني مخکښ محمد مرحون وایي: د افغانستان له اسلامي جمهوریته غواړم، چې تر نامعلومې نېټې ورسره سیاسي اړیکې وځنډوي.

اعتراض کوونکې  ماریا طوطاخېل وایي: نن، چې د پاکستان د دروازې شاته ولاړ یو دا د دې لپاره یو اعتراض دی، چې تاسې په افغانستان کې پوره خوندي یاست ولې افغانان ونشي کولی، چې ستاسې په حکومت کې خوندي واوسیږي.  

د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دې هېواد لومړي وزیر عمران خان کورنیو چارو وزارت ته امر کړی، چې د دې پېښې عاملان په څلیریشت ګړیو کې ونیسي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمدویلي: مونږ هغه تصویرونه لرو، چې هغه په راولپنډۍ کې له ټکسي موټره کوزیږي او مارکیټ ته ننوځي. مونږ به دا تصورونه نړۍ ته وښيو؛ خو زمونږ لپاره دا د پوښتنې ځای دی، چې له راولپنډۍ څنګه په دې دام کې لویدلې ده.

دا پېښه په داسې حال کې شوې، چې  کابل او اسلام آباد اړیکې په دې وروستیو کې خړې پړې شوې دي. په پاکستان د لوړ پوړي افغان ډیپلوماټ یعنې سفیر د لور تښتول او ځورول ښایي دا اړیکې نورې هو کړکیچنې کړي.

Trending

Exit mobile version