تازه خبرونه

په پاکستان کې د افغان قونسلګرۍ يو ساتونکي افغان ډيپلوماټ وواژه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د افغانستان سفير پر خپل فيسبوک ليکلي، چې نن غرمه پر ځايي وخت ۱۲:۳۰ بجې د افغان قونسلګرۍ یو ساتونکي یو افغان دیپلومات پر ډزو وواژه.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال د پېښې لامل د دواړو غاړو لفظي شخړه ګڼلې ده.

په کراچۍ کې پولیسو رسنیو ته ویلي، چې د قونسلګرۍ ساتونکي رحمت الله او درېيم سکرتر محمد ذکي ترمنځ له لفظي شخړې وروسته افغان ساتونکي پرې ډزې وکړې او ځای پر ځای يې وواژه.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې پېښه کې د ترهگرۍ لاس نه ښکاري.

نوموړي د قونسلګرۍ د امنيت ډاډ هم ورکړی دی.

د نوموړي په وینا؛له څارونکې کامرې څخه د معلومات له راټولو وروسته به رسنيو ته بشپړې څرګندونې وړاندې شي.

ویل کیږي ، چې له برید وروسته بریدکوونکی پولیسو نیولی دی.

Trending

Exit mobile version