تازه خبرونه
په پاکستان کې د افغان مهاجرو شمېر ۲.۹ میلیون اعلان شو
د پاکستانيو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ دا احصائیه د جمعې د ورځې په غونډه کې د سرحدي سیمو او ایالتونو د سنا دایمي کمیټې ته وړاندې شوې ده.
د افغان کډوالو لپاره د پاکستان عالی کمیشنرۍ (CCAR) څرګنده کړې، چې ۲.۹ میلیون افغان وګړي په پاکستان کې ژوند کوي.
د پاکستانيو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ دا احصائیه د جمعې د ورځې په غونډه کې د سرحدي سیمو او ایالتونو د سنا دایمي کمیټې ته وړاندې شوې ده.
د ایکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د کډوالو لپاره د افغانستان عالي کمیشنرۍ ویلي، چې دا مهال شاوخوا ۲.۹ میلیون افغان وګړي په پاکستان کې ژوند کوي، چې له دې ډلې ۱.۴ میلیون راجستر شوي او ۰.۷ میلیون غیر راجستر شوي دي.
کمشنر د پاکستان د سنا غړو ته له افغان کډوالو سره د بشري مرستو په اړه جامع معلومات وړاندې کړي دي.
سناتورانو سعدیه عباسي او سید مسرور احسن د افغان کډوالو پروژو د تمویل لپاره د نړیوالې مرستې په بسیجولو او د بودجې په سم کارولو ټینګار وکړ.
دغه راز د پاکستان اړوند ادارو نن ۱۴۱ افغان بندیان د تورخم کډوالۍ ادارې ته وسپارل.
د کډوالو چارو وزارت ويلي، چې ۱۴۱ افغان کډوال، چې ښځې او ماشومان هم په کې شته؛ د پاکستاني پولیسو لخوا له نیول کېدو وروسته ایستل شوي او د تورخم کډوالۍ ریاست ته وسپارل شول.
د ننګرهار ولایت په تورخم بندر کې د افغان کډوالو د لیږد مسوول بخت جمال ګوهر باختر خبري آژانس ته تائید کړې، چې د کډوالو دا شمېر دې ادارې ته وسپارل شو، چې په بندیانو کې نرینه، ښځې او ماشومان هم شته دي.
ګوهر زیاته کړې، چې بندیان د کونړ، کاپیسا، میدان وردګ، کندوز، خوست، کابل، بغلان، لغمان، پکتیا، بامیان، روزګان او په ځانګړي توګه د ننګرهار ولایتونو اوسیدونکي دي او سره له دې، چې قانوني اسناد یې درلودل؛ په بېلابېلو برخو کې نیول شوي او تورخم ته راولېږدول شول.
ګوهر زیاته کړې؛ دا لومړی ځل دی، چې پاکستانيو چارواکو دغه کچه افغان بندیان د افغانستان اړوند ادارې ته سپارلي دي.
ویل کیږي، چې ډېر دا کسان د اسلامآباد له زندانونو څخه خوشې شوي، چې د بند موده یې د ۵ او ۱۰ورځو ترمنځ ده.
