تازه خبرونه

په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسیدو موده ۶ میاشتې نوره وغزیده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

پاکستان د نورو شپږو میاشتو له پاره په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسیدو موده وغځوله.

 په پاکستان کې افغان سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازی حضرت عمر زاخېلوال وايي، د پاکستان لومړي وزیر له لندن څخه اړوند چارواکو ته لارښونه وکړه، چې د افغان مهاجرو د اوسیدو موده د روان میلادي کال تر پایه تمدید کړي.

هغه وویل، دا به له افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنري سره مرسته وکړي، چې د کډوالو پر وضعیت او افغانستان ته د هغو‎ي پر بېرته ستنولو بحث او خبرې تر سره کړي.

په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو د اوسیدو موده پرون پای ته ورسیده، چې ورته د اوسیدنې کارتونه وېشل شوي دي.

په تورخم کې د افغان او پاکستانيو ځواکونو تر منځ له نښتو وروسته په خیبر پښتونخوا ایالت کې د افغان مهاجرو د ځورولو او د زرګونه نورو د نیولو راپورونه خپاره شول؛ خو افغان سفیر وایي، چې پاکستانيو چارواکو د دې تر څنګ، چې د  مهاجرو د اوسیدو موده تمدید کړه، دغه راز یې ژمنه وکړه، چې افغان مهاجرین به له دې وروسته نه ځوروي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي، چې پاکستان له افغانستان او ملګرو ملتونو سره په تېرو غونډو کې منلې وه، چې د مهاجرینو د اوسیدو موده به د ۲۰۱۷کال تر پایه تمدید کړي، چې له وروستۍ پرېکړې یې له خپلې دې ژمنې په شاتګ وکړ او دا د پاکستان لخوا پر افغانستان د فشارونو پایله ده.

Trending

Exit mobile version