کوید۱۹

په پاکستان کې د اومېکرون لومړۍ پېښه وپېژندل شوه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۸, ۱۴۰۰)

د پاکستان د روغتیا وزارت یوه چارواکي د پنجشنبې پر ورځ د لیندۍ ۱۸ / د ډسمبر ۹ رویټرز ته په ډاګه کړې، چې روغتیا وزارت مو د سویلي آسیا هېواد د کرونا ویروس اومېکرون بڼې لومړۍ پېښه پېژندلې ده.

د سویلي پاکستان د سند ایالت ویاند ویلي؛ دا پېښه د کراچۍ ښار په یوه ځانګړي ( خصوصي)  روغتون په یوه ناواکسین شوي ناروغ کې وموندل شوه، چې تر درملنې لاندې و.

دغه چارواکي؛ ناروغ له پاکستان څخه بهر سفر کړی و؛ خو د ځای په اړه یې جزئیات ندي ورنکړي او زیاتوي، چې په اړه یې څارنه روانه ده.

Trending

Exit mobile version