نړۍ

په پاکستان کې د تېرې شپې له سېلابونو د ځاني زیانونو شمېر نور هم ډېر شو

Published

on

(Last Updated On: وږی ۶, ۱۴۰۱)

په پاکستان کې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا د سختو موسمي بارانونو له سېلابونو لږ تر لږه ۱۱۹ کسان مړه شوي دي.

د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې (NDMA) د څرګندونو له مخې؛ له جون میاشتې راپدیخوا د موسمي سېلابونو له کبله د مړیو شمېر ۱۰۳۳ کسانو ته رسیدلی دی.

سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د دوه میلیون جریبه څخه ډېر کرل شوي فصلونه له منځه وړل شوي، ۳۴۵۱ کیلومتره سړکونه ویجاړ شوي او ۱۵۹ پلونه له منځه تلي دي.

دغه راز په زرګونه څاروي او ۱.۷ میلیون میوه لرونکې ونې له منځه تللي دي.

د خیبرپښتونخوا په شمالي صوبه کې زورور سیلابونه د کابل سیند ډک کړ او د شپې په اوږدو کې یې یو لوی پل ونړاوه او د ځینو ولسوالیو سړکونه یې پرې کړل.

له پېښو سره د مبارزې ادارې چارواکو ویلي، د سیند د غاړې شاوخوا د سیلابونو وېره د چارسدې په ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۸۰۰۰۰ خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول، چې ځینو یې له خپلو څارویو سره په لویو لارو کې شپه تېرې کړې.

په پاکستان کې موسمي تاریخي بارانونو او سېلابونو په تېرو څو اوونیو کې د 33 میلیون څخه ډېر خلک اغېزمن کړي دي.

د پاکستان د اقلیم د بدلون وزیر ویلي، دا بشري ناورین د اقلیم د بدلون له کبله رامنځته شوی دی.

د پاکستان پوځ د سیلابونو په ځواب کې له مرکزي او صوبایي چارواکو سره یوځای شوی او د پاکستان د پوځ مشر د سې شنبې پر ورځ د بلوچستان له جنوبي صوبې څخه لیدنه وکړه، چې د بارانونو له کبله سخت ځپل شوی دی.

د پوځ سرلښکري جنرال قمر جاوېد باجوه ویلي؛ د پاکستان خلک زمونږ لومړیتوب دی او مونږ به پدې سخت وخت کې د دوی د مرستې لپاره هیڅ ډول هڅه ونه سپموو.

پاکستانيو مشرانو له نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ترکیې د ژغورنې په چارو کې د مرستې لپاره یوه ډله استولې ده.

د سېلاب ځپلیو سيمو له ليدنې وروسته لومړي وزير شهباز شريف تویت کړی، چې د ناورين شدت له اټکل څخه ډېر دى.

Trending

Exit mobile version