سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې د دوه مسافر وړونکیو بسونو د چپه کېدو له کبله ۳۴ کسان مړه شول

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د قربانیانو شمېر ۲۹ کسان بولي.

Published

on

پاکستانيو چارواکو د یکشنبې پر ورځ ( د وږي څلورمه ) اعلان وکړ، چې د پاکستان په شمال ختیځ او سویل لویدیځ کې د دوه مسافر وړونکیو بسونو په ټکرونو کې لږ تر لږه ۳۴ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

له دغو بسونو څخه یو یې له ایران څخه پنجاب ته زیارت‌کوونکي لېږدول، چې له ټکر وروسته کندې ته وغورځېد.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې خبر ورکړی، چې په یوه مسافر وړونکي بس کې شاوخوا ۷۰ زیارت‌کوونکي سپاره ول، چې ډېري یې د لاهور او ګوجرانواله اوسېدونکي وه.

د پاکستان پولیسو اعلان کړی، چې په دې پېښه کې اووه ټپي کسان روغتون ته وړل شوي او د لږ تر لږه ۱۱ کسانو مړي هم موندل شوي دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د قربانیانو شمېر ۲۹ کسان بولي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د دواړو پېښو د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د چارشنبې پر ورځ هم په ایران کې د پاکستانيو زیارت‌کوونکیو یو مسافر وړونکي بس چپه شوی و، چې له کبله یې ۲۸ کسان مړه شوي او ۲۳ نور ټپیان ول.

Trending

Exit mobile version