تازه خبرونه
په پاکستان کې د سند له زندانه ۴۰ افغانان خوشې شول
(Last Updated On: سلواغه ۱۹, ۱۴۰۱)
د افغانستان اسلامي امارت د مهاجرینو چارو وزارت څرګنده کړې، چې په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت پر هڅو د پاکستان د سند ایالت له زندان څخه ۴۰ افغان بندیان خوشې شوي دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه خوشې شوي افغانان به د کندهار ولاتیت د سپین بولدک او د افغانستان له لارې به هېواد ته راستانه شي.
په دغه اعلامیه کې همداراز ټینګار شوی؛ د ۱۶۰ نورو بندیانو دوسیې هم تر څېړنې لاندې دي او ټاکل شوې، چې په درې ورځو کې خوشې او هېواد ته راستانه شي.
د مهاجرینو د وزارت د اعلامیې پر بنسټ؛ له تېرې یوې نیمې میاشتې راپدیخوا په پاکستان کې سلګونه بندیان خوشي او هېواد ته راستانه شوي دي.
تر اوسه معلومه نده، چې په پاکستان کې څومره افغانان بندیان دي.
تېره اوونۍ په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت د پاکستان له زندانونو د ۱۴۰ افغانانو د خوشي کېدو اعلان وکړ.