سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې د مرستو د وېش پر مهال له ګڼه ګوڼې ۱۱ کسان مړه شوي

Published

on

د پاکستان پولیسو په ډاګه کړی، چې د جمعې پر ورځ په کراچۍ ښار کې د مرستو د وېش پر مهال د ګڼه ګوڼې له کبله لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي دي.

د پولیسو یوه جګپوړي افسر، فدا جانواري ویلي؛ د کراچۍ د لویدیځ د بالدیه په اړوند سیمه کې هغه مهال  ټېل ماټېل رامنځته شو، چې یوې کارخونې اړمنو میرمنو او ماشومانو ته د مرستو د وېش بهیر پیل کړ.

هغه د فرانسې خبري سرچینې ته ویلي: هلته وحشت رامنځته شو او خلکو ورمنډه کړه.

د یوه ځايي چارواکي د څرګندونو له مخې؛ په یوه کوچني صنعتي کمپلکس کې له ۶۰۰ تر ۷۰۰ کسان بند پاتې ول.

٢٢ کلنه فاطمه نور، چې خور يې په دې پېښه کې مړه شوې وایي: کله، چې اصلي دروازه خلاصه شوه، ټول خلک دننه ورغلل.

۳۰ کلنې اسما احمد ویلي، چې په مړو شویو کې یې لمسی او وراره هم شته.

هغې ويلي: مونږ هر کال کارخونې ته د زکات د ترلاسه کولو لپاره راځو.

اسما زیاته کړې: هغو ښځې وهلې او څارلې. ګډوډي رامنځته شوه. که دوی مدیریت نشو کولی؛ ولې یې مونږ ته بلنه راکړه؟!

پولیسو اعلان کړی، چې د کارخونې درې کارکوونکي د دې مراسمو په اړه د معلوماتو د نه وړاندې کولو پر تور نیول شوي دي.

Trending

Exit mobile version