سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې د چاودنې له کبله ۱۲ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
په پاکستان کې د چین سفارت د دوه چینایانو وژل کېدا منلې او دا یې یو “ترهګریز برید” یاد کړی دی.
رویټرز خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د یکشنبې پر شپه د پاکستان د جنوبي ښار کراچۍ نړیوال هوايي ډګر ته نږدې په یوه ترهګریزه چاودنه کې دوه چینایان وژل شوي دي.
په پاکستان کې د چین سفارت د دوه چینایانو وژل کېدا منلې او دا یې یو “ترهګریز برید” یاد کړی دی.
بلوچ بېلتون غوښتونکې وسلهوالې ډلې[ بلوچ لیبریشن آرمی (BLA) ] خبریالانو ته په یوه ایمیل شوې خبرپانه کې ادعا کړې، چې چاودنه د دوی لخوا د موټر پر مټ ترسره شوې، چې يې چینایي انجینران ول.
د پاکستان ټلویزیون جیو نیوز ویلي؛ په چاودنه کې د یو شمېر کسانو د مرګ او ژوبلې ترڅنګ لږ تر لږه ۱۰ کسان ټپیان شوي هم دي.
جیو نیوز د یوه ولایتي چارواکي د څرګندونو له مخې ویلي، چې د چاودنې بڼه او موخه سمدستي روښانه نده.
د کراچۍ پولیسو سمدلاسه د پوښتنې غوښتنې ته له ځواب ورکولو ډډه کړې ده.
د چین سفارت ویلي، هوايي ډګر ته نږدې د قاسم بندر د برښنا شرکت پر کاروان یې برید شوی دی.
په اعلاميه کې راغلي؛ په پاکستان کې د چين سفارت او جنرال قونسلګرۍ دا ترهګريز بريد غندي، د دواړو هېوادونو د بې ګناه قربانيانو په اړه ژوره خواشیني څرګندوي او د ټپيانو او (د هغوی) کورنيو ته د ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.
بلوچ لیبریشن آرمی BLA د پاکستان په سویل لویدیځ کې د بلوچستان ایالت وسلهواله ډله ده، چې د افغانستان او ایران سره پر ګډه پوله خپلواکۍ غوښتونکې هڅې تر سره کوي.
دې ډلې په اګست میاشت کې همغږي بریدونه پیل کړل، چې په کې له ۷۰ ډېر کسان ووژل شول.
دغه راز په دې ایالت کې په ځانګړي توګه په ګوادر ستراتیژیک بندر کې د چین ګټې پر نښه کوي او بیجینګ پدې تورنوي، چې د اسلامآباد پر مرسته د دې ایالت له شتمنیو ګټه پورته کوي.
رویټرز راپور ورکړی، چې له دې مخکې یې په سیمه کې چینایي اتباع وژلي او په کراچۍ کې یې د بیجینګ پر کونسلګرۍ هم برید کړی دی.
