سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې د چورلکې د لوېدو له کبله ۶ کسان مړه شول

د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې: د پاکستان دوه امنیتي سرچینو، چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کړې ویلي؛ دغه چورلکه د خیبر پښتونخوا ایالت په شمال کې د یوه خصوصي شرکت لخوا کرایه شوې وه.

Published

on

امنیتي سرچینو ویلي، د شنبې پر ورځ د پاکستان په شمال کې د یوې چارټر چورلکې د لوېدو له کبله لږ تر لږه شپږ کسان مړه شوي دي.

د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې: د پاکستان دوه امنیتي سرچینو، چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کړې ویلي؛ دغه چورلکه د خیبر پښتونخوا ایالت په شمال کې د یوه خصوصي شرکت لخوا کرایه شوې وه.

دا الوتکه د افغانستان پولې ته څېرمه د شمالي وزیرستان په ناکراره سیمه کې له الوتنې لږ وروسته لوېدلې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په الوتکه کې د روسي پيلوټانو په ګډون شاوخوا ١٤ مسافر سپاره ول، چې د دې پېښه له کبله اته ټپي کسان نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پاکستان وسلوال ځواکونه او ملکي هوایي چلند سکټور په تېره یوه لسیزه کې له څو هوایي پېښو سره مخ شوي دي. په راپور کې راغلي؛ پر ۲۰۲۲ ز. کال په خیبر پښتونخوا کې یوه پوځي چورلکه د روزنیزو هڅو پر مهال راغورځېدلې، چې له کبله یې دوه پیلوټان مړه شوي. دغه راز د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت ایربس یوه الوتکه پر ۲۰۲۰ ز. کال د کراچۍ ښار په یوه د ګڼه ګوڼې ډکه  سیمه کې ولوېده، چې له کبله یې سپاره ۹۹ کسان مړه شول.

Trending

Exit mobile version