نړۍ

په پاکستان کې د یوې نوې زېږېدلې ماشومې قاتل پلار ونیول شو

Published

on

د پاکستان پولیسو نن (پنجشنبه د کب ۱۹ / د مارچ ۱۰) په ډاګه کړې؛ هغه پلار ونیول شو، چې څو ورځې مخکې یې خپله نوې زېږېدلې ماشومه نجلۍ پر ډزو وژلې وه.

دغه پلار،  چې شاهزيب خان نومېږي؛ څلور ورځې مخکې یې  خپله د يوې اوونۍ لور پېنځه مرمۍ ویشتې او وژلې ده.

پېښه د پنجاب په مرکزي ښار کې زامنځته شوې ده.

د پاکستان د پنجاب پولیسو ويلي؛ دغه پلار د چارشنبې پر شپه په یو لړ عملیاتو کې نیول شوی دی.

د راپورونو له مخې: دغه سړي خپله لور؛ ځکه وژلې وه، چې غوښتل یې زوی ولري؛ نه لور.

د میانوالې پولیسو یوه ویاند ضرار خان AFP ته ویلي، پر قتل تورن پولیسو ته ویلي، چې قاتل له درې یا څلور ورځو شکایت کاوه، چې هلک یې غوښته او ډېر هم په غصه و.

 

Trending

Exit mobile version