سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې له توپان وروسته ژوند عادي حالت ته راروان دی
د شنبې پر ورځ د غبرګولي ۲۷ ) د بیپارجوی توپان له څو ورځو وېرې او چمتووالي وروسته د پاکستان د سند صوبې د ساحل پر غاړه د خلکو ژوند بېرته عادي حالت ته راستنیږي.
د پنجشنبې پر ورځ توپان د هند ګجرات ته ورسید؛ خو مګر د شپې په اوږدو کې کمزوری شو او د سیند ایالت یې خوندي پریښود.
په سندهـ او د هند په ګاونډ ایالت ګجرات کې له ۱۸۰،۰۰۰ څخه ډیر خلک د سمندري توپان بپارجوی له کبله مخکې لهدې، چې ځمکې ته راورسیږي؛ بې ځایه شول. دا توپان په بنګالي ژبه کې د “ناورین” معنی لري.
پاکستان تر ډېره حده د توپان له اغېزو څخه ژغورل شوی او په کې کوم ځاني زیان نهدی رسیدلی.
د ډان نیوز د څرګندونو له مخې، په ځینو ساحلي سیمو کې د اوبو کچه لوړه شوې وه.
د اقلیمي بدلون وزیرې شري رحمان د جمعې پر سهار تویت کړی: پاکستان چمتو و؛ خو تر ډېره حده خوندي نه و. د سیند ساحلي سیمې لکه سجاوال د سمندر د سطحې د لوړیدو له وجې ډوب شوی و؛ خو زیاتره خلک خوندي سیمو ته کډه شوي دي.
د سند صوبې اعلی وزیر مراد علي شاه ویلي، چې د پاکستان له ساحلي کرښې سره په نږدې سیمو کې ژوند عادي حالت ته راستون شوی؛ ځکه، چې د وېرې ګواښ له منځه تللی دی.
