نړۍ

په پاکستان کې له سړې هوا لږ تر لږه ۱۶ سیلانیان مړه شوي

Published

on

Reuters
(Last Updated On: مرغومی ۱۹, ۱۴۰۰)

د پاکستان د پلازمېنې اسلام آباد په غرنیو سیمو کې یخنۍ او واورې د ورېدو له کبله لږ تر لږه ۱۶ سیلانیان مړه شوي دي.

دغو سيلانيانو د “مري” په ګرځندوی سيمه کې له تمېدو وروسته ساه ورکړې ده.

ویل کیږي، چې پاتې نور ۱۰۰۰ موټر موټرې د مري په اړوند سیمه کې بند پاتې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي؛ په تېرو ۱۵-۲۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره دومره لوی شمېر سیلانیان مري ته راغلي، چې یو ستر ناورین یې رامنځته کړ.

شیخ رشید احمد زیاته کړې؛ تر اوسه ۱۰۰۰ موټر په غرونو کې بند پاتې دي او ځايي خلکو ویلي، چې د دوی په موټرو کې له ۱۶ څخه تر ۱۹ کسان مړه شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې د ژغورنې په عملیاتو کې د برخې اخیستو لپاره د پوځ ځواکونه سیمې ته استول شوي دي.

Trending

Exit mobile version